ای،ایس،ای دامریکا ځخه د انتقام په لټه کی دې
سلام خان سلام خان

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي ديکشنبې په شپه دامريکا دمتحده ايالاتو له جمهوررييس بارک اوباما سره تيلفوني خبري وکړې. په دغو تيلفوني خبروکې دافغانستان جمهوررييس په ميدان وردګوولايت کې دشنبې په شپه په يوه هوايې پيښه کې دامريکا دمتحده ايالاتو ديوديرشو تنو ځانګړو ځواکونو دوژل کيدو په خاطر دخپلې ژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې مراتب ددغه هيواد جمهوررييس بارک اوباما اودهغه له لاري دقربانيانو کورنيو ته څرگندکړل. په مقابل کې دامريکا جمهوررييس دافغانستان دجمهوررييس دهمدردي اوغمشريکي له امله په مننى سره دتروريستانو پرخلاف په هميشنې مبارزې چې دسيمې اونړۍ دامنيت پرخلاف ګواښ دي ټينګاروکړ او ويې ويل چې دافغانستان او امريکا خلک په متحدانه ډول دتروريستانو په مقابل کې ولاړ دي او په دې لاره کې ددوي سرښندنې به هيڅکله هيرې نه شې

 د شنبې په شپه ناوخته د وردګو د سيداباد ولسوالۍ د تنګي په جوى زرين سيمه کې د عملياتو  پر مهال دناټو يوه دوه څرخکه الوتکه وويشتل شوه او له امله يې ٣٨تنه ووژل شول. په کابل کې دايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره  شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې پېښه کې ٣٠امريکايي ځانګړي سرتېري، يو افغان ژباړن او اووه افغان کوماندو سرتېري وژل شوي دي ،په افغانستان کې دناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن په وردګوکې د امريکايي او افغان ځانګړو ځواکونو په وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده. هغه زياته کړې: ((داسې الفاظ نه لرم، چې په دې تراژيدي پېښه کې د وژل شوو سرتېرو پر وژلو کېدو خواشيني څرګنده کړم ،د تیری شنبی تر ورځی پوری(داګست ۸نیتي سره سمون لری  په روان ۲۰۱۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېر ۳۶۹ تنو ته ورسېد.په دې شمېر کې ۴۶ تنه په روان اګست میاشت کې وژل شوي .د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرو لسو کلونو، چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي، دغه تر ټولو لوى ځاني زيان دى، چې ورته اوښتى دى.دیادونې ده ، چې په 2005 ز کې په جون کې په کونړ کې هم دامریکایانو یوه الوتکه رانسکوره شوې او هغه مهال يې شپاړلس سرتیري وژل شوې و.

امریکایانو اوس منلې ده ،چې دا الوتکه د طالبانو پر ډزو رانسکوره شوې ده خو دوسلي کیفیت یې نه دی ښودلې په دې وروستیو کې دچارو ځینې شنونکې وايي : طالبانو اوس پرمختللې وسلې تر لاسه کړې دي ،چې الوتکې پرې په نښه کولای شې

 بلخوا غربي رسنيو راپور ورکړى، چې په ياده پېښه کې وژل شوي امريکايان هغه ځانګړي بحري سرتېري دي، چې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې يې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په عملياتو کې برخه اخيستې وه. اسامه بن لادن د روان لمريز کال د غويي په ١١مه د ځانګړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى و. بلخوا په کابل کې د امريکا سفارت او د کورنيو چارو وزارت هم د سيداباد په پېښه کې د ٣٨تنو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده. د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه وزارت مشرتابه، په دې پېښې خواشينى شوى او د تسليت مراتب د قربانيانو کورنيو ته وړاندې کوي. دغه راز د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دوى هم په ياده پېښه کې د وژل شوو امريکايي او افغان سرتېرو له کورنيو سره په دغه غم کې ځان شريک بولي او ورسره خپله غمرازي شريکوي. د يو شمېر افغان شنونکو په اند د وردګو پېښه د روان زېږديز کال په مې مياشت  کې د اسامه بن لادن د وژلو په موخه د امريکا د خپلو سرو عملياتو په بدل کې د اى.اېس. اى انتقام و، دوى وايي چې اى. اېس. اى مخکې له مخکې د امريکا له عملياتو خبرواو ددی کار لپاره یی کسان ګو مارلی وو

د  رسنیو درا پورونو پر اساس ځینی افغان امنيتي چارواکي وايي، چې طالبانو د ميدان وردګ ولايت په سيد آباد کې د امريکايي الوتکی د ويشتو لپاره له مخکې نه په پټه توګه په استخباراتی کړیو کی زمینه مساعده کړی وه. دغه چارواکي د نوم نه اخېستو په شرط ويلي چې طالبانو امريکايانو ته داسې رپوټ رسولی و، چې ګواکې په تنګي سيمه کې د طالب قومندانانو يوه غونډه ده. د دغه هدف طراح د طالبانو ځايي قومندان قاری طاهر و. خبر وايی چې څلور پاکستانيانو هم په دغه طرح کې له قاري طاهر سره مرسته کړې ده. نوموړی چارواکی وايي چې پر امريکايي شينوک ډوله الوتکه باندې د درې له بېلا بېلو خواوو ډزې شوي، چې په هغو کې پرمختللې وسلې هم استعمال شوې. د ده په وينا طالبان پوهېدل چې الوتکه ته به کومه لار نيسي .

په عین حال کی د امریکا لوی درستیز مایک مولن، چې د کار دوره یې مخ په بشپړېدو ده، په بروکسل کې د ناټو تلویزیون ته وویلی دی:پاکستان لا هم د ګڼو تروریستي ډلو کوربه دی، د لشکر طیبه او حقاني شبکې په شان ډېرې ترهګرې ډلې پکې اوسي او هغوی چې په ښکاره په کوټه کې مېشت دي د دې لپاره ساتل کېږي چې د افغانستان حکومت به پرې پرزوي ،ده په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو له وروستیو حملو سره سره وویل چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پروسه به عملي کېږي او نړیوال پوځیان په دې برخه کې له افغان ځواکونو سره په ګډه کار کوي ،ده زیاته کړه:موږ هغو ستونزو ته ورپام دي چې د وروستیو وختونو د عجیبو حملو او قتلونو په نتیجه کې پېښې شوې دي.موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه هر هغه څه کوو چې په وس مو وي څو په راتلونکي کې د دې ډول بریدونو مخه ونیسو.موږ په اوس وخت کې، چې د طالبانو ګڼ شمېر مشران او قومندانان یا د جګړې له میدانه وتلي یا په پاکستان کې خپلو خوندي مرکزونو ته ستانه شوي، راتلونکو حالاتو ته نظر لرو.موږ په ځینو سیمو کې د طالبانو د تاکتیکونو کمزورتیاوې مالومې کړي دي

 په رسنيو کې د طالبانو دپټو او سري وسلو په هکله رېپوټونو خپاره شوي د ې دنوموړی پیښی سم دستی وروسته

په دغه رېپوټونو کې د طالبانو د سري وسلو په هکله ويل شوي، چې دوی خطرناکې پټې وسلې لري، چې د افغانستان په جګړه کې ډېرې کاري دي او په دې وروستيو کې د الوتکو او څرخکو د ويشتلو پېښې هم زياتې شوي ،رېپوټونه وايي، چې يو امکان دا دی، چې طالبان د الوتکو د نسکورولو لپاره له هغه سټينګرونو کار اخلي، چې د شوروي د يرغل په مهال په افغانستان کې د امريکايانو لخوا مجاهدينو ته ورکړل شوي وو. که څه هم امريکايانو د روسانو تر وتلو وروسته هڅه وکړه، چې له بازاره خپل سټينګر راټول کړي او د هر يوه پر سر به يې سل زره ډالره ورکول ،که څه هم د سي ای اې لخوا د ياد شوي ډول توغنديو د راټوليدو ډاډ ورکول کيږي خو ځينې نوره خپلواکې سرچينې وايي، چې طالبان اوس هم شاو خوا سل سټينګرونه لري او يوازې هغه مهال يې کاروي، چې د موخې په ويشتلو باندې سل په سلو کې ډاډه وي. د پاملرنې وړ ده، چې د وژونکو پېښو په رامنځته کولو کې، تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته دغه ډول وسله د خپلو ځانګړتياوې له مخې بېسارې بلل شوې او نه يوازې يې د روسانو الوتکې غورځولي بلکې اوس په خپله د امريکا پر ضد هم کارول کيږي. دغه توغندي د هغو الوتکو د ويشتلو لپاره ډېر موثر بلل شوي، چې ټيټې الوتنې کوي ،د طالبانو د سري وسلو په هکله يوه بله تيوري هم شته. د دغه تيوري پلويان وايي، چې طالبان سټينګر ته ورته توغندي، چې په انګلستان او روسيه کې جوړ شوي تر ﻻسه کړي. دغه توغندي، چې له ځمکې نه هوا ته موخه ويشتلی شي، يو ډول يې روسي SAM-16 توغندي دي، چې ټکنالوجي يې د شلمې پېړۍ په اتيايمو کلنو کې د روسانو لخوا له يونان نه غلا شوې وه. دغه توغندي د روسيې مافيا لخوا د مخدره توکو سره تبادله کيږي او همدا راز په نړيوالو پوځي مارکيټونو کې يې د اخستلو امکانات شته ،درېيمه تيوري بيا تر ټولو خطرناکه ښکاري: کيدی شي سيمه ييز ځينې قوتونه يا هېوادونو په تور بازار کې کوم سټينګر رانيولی وي او د هغې له مخې يې نور توليد کړي وي او بيا يې د طالبانو په ﻻس کې ورکړي وي. بايد وويل شي، چې څو ځلې داسې رېپوټونه خپاره شوي، چې د ګاونډيو هېوادنو لخوا طالبانو ته وسلې او مهمات ورکول کيږي، چې په لړ کې د ايران نوم هم زيات ياديږي پای .


August 9th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی